د نورو هېوادونو سره د سیالۍ لپاره د محصولاتو معیاري کول اړین دي

د نورو هېوادونو سره د سیالۍ لپاره د محصولاتو معیاري کول اړین دي سوداګرۍ او اقتصاد
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د سټنډرډ عالي شورا ته د خبرو پر مهال

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، د معیارونو پوره کول د هېواد د تلپاتي اقتصادي ودې لپاره مهم دي او په نړېواله کچه د هېواد د تولیداتو او محصولاتو اعتبار تضمینوي.

نوموړي له سوداګرو او پانګوالو غوښتي، چې د سټنډرډ عالي شورا سټنډرډونو ته په پاملرنې هېوادوالو ته با کیفیته محصولات او تولیدات وړاندې کړي.

د یادولو ده، چې دغې جلسه کې د تخنیکي کمېټې له لوري د یو شمېر محصولاتو لپاره ۲۴نوي سټنډرډونه هم تصویب شول.

تړلي موضوعات