کندهار کې د امیرالمؤمنین په شتون کې د اسلامي اردو مسئولینو ته اصلاحي سیمینار ترسره شو

کندهار کې د امیرالمؤمنین په شتون کې د اسلامي اردو مسئولینو ته اصلاحي سیمینار ترسره شو افغانستان
انځور ارشیف

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې کندهار کې د ۲۰۵ البدر قول اردو قومندانۍ انګړ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په شتون کې د اسلامي اردو ۶۰۰ تنو مسئولینو لپاره اصلاحي غونډه جوړه شوه.

دې سیمینار کې عالیقدر امیرالمؤمنین، ریاست الوزرا اقتصادي او اداري مرستیالانو، د درې ګونو امنیتي ارګانونو مشرانو، بهرنیو چارو، امربالمعروف، حج او اوقافو وزیرانو، د ملي دفاع وزارت مرستیالانو او نورو مسئولینو شتون درلود.

دغې درې ورځني سیمینار کې د نفس اصلاح، مسؤلیت پېژندنې، د قدرت په وخت کې ښه بندګي کول، لا زیاتې همغږۍ او ښې حکومتولۍ اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د سیمینار په پیل کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ټول هېواد کې د امنیت په ټینګښت کې د هېواد د دفاعي او امنیتي مجاهدو ځواکونو سرښندنې ستایلې دي.

عالیقدر امیرالمؤمنین د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې ویلي، د اسلامي نظام ساتنه او استحکام ستر مسئولیت دی او د اطاعت پر وړاندې د بې روحه جسد په څېر و اوسئ.

نوموړي ویلي، په قدرت مه مغروره کېږئ او د مشرانو د فرمانونو او امرونو تاویل مه کوئ او استقامت وکړئ دا ستاسو لپاره جهاد دی.

تړلي موضوعات