په مېوو او سبزيو کې شته کېمياوي مواد د سرطانونو لامل کېدی شي

په مېوو او سبزيو کې شته کېمياوي مواد د سرطانونو لامل کېدی شي روغتیا
مېوې او سبزیجات

یوې نوې څېړنې موندلې چې په مېوو او سبزيو کې کارول شوي افت وژونکي مواد بدن ته د سګرټ څکولو په اندازه زیان رسولی شي. 

څېړونکو څرګنده کړې ده چې په متحده ایالاتو کې د میوو او سبزیجاتو په کرلو او ساتلو کې کارول شوي عام کیمیاوي توکي د سګرټ له څکولو ډېر د سرطان له بېلابېلو ډولونو سره په لوړه کچه تړاو لري چې د لمفاوي غدو سرطان، د وينې سرطان او د مثانې سرطان هم په کې دي. 

څېړونکو له خلکو غوښتنه کړې چې د کيمياوي موادو د ضرر د مخنيوي په پار له خوړلو د مخه ټولې مېوې او سبزيانې په ښه توګه ومینځي. 

آفت وژونکي چې په ډېری سيمو کې د درملو په توګه کارول کېږي؛ د عصري کرنې یو مهم جز دی. دغه درمل مېوې او سبزي له حشراتو او نورو افتونو ساتي او د موسم په اوږدو کې د کافي حاصل پاتې کېدو ډاډ ورکوي. خو دا په دې معنی هم ده چې دا کیمیاوي توکي په حاصلاتو کې پاتې کیږي او وروسته د خلکو کورونو ته رسیږي. 

څېړنه کې ويل شوي چې په میوو او سبزیجاتو باندې د افت وژونکو درملو د شتون سربیره، چې ملیونونه خلک يې هره ورځ له پلورنځیو رانيسي، د درمل شيندنې او سپرۍ پر مهال د دې کېمياوي موادو خپرېدل کولی شي شاوخوا اوبه، خاوره او نور باغونه او فصلونو هم ککړ کړي. 

څېړونکو دې ته اشاره کړې ده، چې دغه څېړنه يې له سرطان سره د افت وژونکو موادو د تړاو اړوند لومړنی هراړخیز ليد دی.

 د دغې څېړنې پايلې د آر ټي له راپور سره سم په «Frontiers in Cancer Control and Society» کې خپرې شوې دي.

تړلي موضوعات