اسرائیلو کې د امنیت نشتون فریاد؛ بن ګویر وایي اسرائیلو کې مو امنیت له لاسه ورکړی

اسرائیلو کې د امنیت نشتون فریاد؛ بن ګویر وایي اسرائیلو کې مو امنیت له لاسه ورکړی نړۍ
د اسرائیلو د کورني امنیت وزیر بن ګویر دې هېواد کې د امنیت نشتون په اړه وېره لري

د اسرائیلو صهیونیستي رژيم په پلازمېنه تل ابیب د حوثیانو د نن ورځې تر برید وروسته د دې رژیم د کورني امنیت وزیر بن ګویر ویلي، اسرائیلو کې یې امنیت له لاسه ورکړی.

نوموړي د حوثي ځواکونو بریالي عملیاتو په غبرګون ته چې د یو تن وژل کېدو او اتو تنو د ټپي کېدو لامل شول ویلي، شرایط تر سرو کرښو اوښتي دي.

د یادولو ده، چې د یمن حوثي ځواکونو نن سهار د اشغالي فلسطین پلازمېنه تل ابیب ښار کې د امریکا قونسلګري ته څېرمه سیمې کې د بې پيلوټه الوتکي بریالی برید وکړ.

تړلي موضوعات