امریکا او نور هېوادونو دې په نورو غربي کلتور نه تحمیلوي

امریکا او نور هېوادونو دې په نورو غربي کلتور نه تحمیلوي سیاست
د اسلامي شریعت له مخې معلوم او ورکړل شوي دي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو حقوق خوندي دي.

ښاغلي مجاهد یو ځل بیا له امریکا او نورو غربي هیوادونو غوښتي، چې په نورو دې خپل غربي کلتور نه تحمیلوي.

د اسلامي امارت ویاند په یو ویډیویي کلیپ کې چې ملي تلویزیون خپور کړی زیاته کړې، چې د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي او حقوق یې د اسلامي شریعت له مخې معلوم او ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم امریکايي چارواکو او بیلابیلو بنسټونو په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه ادعاوې کړي. خو د اسلامي امارت له لوري تل بې بنسټه او تورونه بلل شوي دي.

تړلي موضوعات