نړۍ باید دا حقیقت ومني چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی

نړۍ باید دا حقیقت ومني چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی سیاست
د نورو داسې فرمایشونه مني، چې د هېواد له ملي حاکمیت سره پخلا نه وي

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د اروپا په مختلفو هېوادونو کې له مېشتو افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو سره په کتنه کې ویلي، نړۍ نور باید دا حقیقت ومني او دې سره دې عادت شي، چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی.

سراج الدین حقاني په دې کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د نورو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه هم د نورو داسې فرمایشونه مني، چې د هېواد له ملي حاکمیت سره پخلا نه وي.

ښاغلي حقاني زیاته کړې، د دولت دروازې د ټولو خیرخواهانو پر مخ خلاصې دي او ډاډ یې ورکړی، چې د هېواد په کچه د ستونزو د حل لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.

نوموړي په دې کتنه کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له نړۍ سره په متقابل احترام تعامل غواړي په خبره یې، د تعلیم بحث په دوی پورې اړه لري او دوی به خپله ورته زمینه برابروي ځکه، چې د ا د افغان بچیانو خپله مسئله ده او هیڅوک زموږ په اولادونو تر موږ ډېر مهربانه نه دي.

ښاغلي وزیر همداراز ویلي، چې افغانان له سختو کړاونو وروسته خپلو اساسي هیلو ته چې ازادي او د اسلامي نظام قیام دی ورسېدل نو اړینه ده، چې ټول لوري باید اوس مهال د رامنځته شوي فرصت څخه د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره کار واخلي.

بلخوا د راغلي پلاوي په مشرۍ ډاکټر روهي ویلي، افغانستان یوازې د نظامي یرغل نه، بلکې تر کلتوري او ایډیالوژیک تجاوز لاندې هم راغلی و، چې باید په دقت یې پر وړاندې مبارزه وشي.

نوموړي زیاته کړې، تر جګړو وروسته د تېرې ترخې زمانې هېرول، په واقعي معنا د یو بل زغمل او منل، د ښځینه او نارينه د زده کړو کمي او کیفي لوړوالی، مسلکي خلکو ته د فرصت په سپارلو سره پرمختګ او ثبات ته لار هوارول او نړۍ سره تعامل به افغانستان په ښه مسیر کې واقع کړي.

تړلي موضوعات