هېواد کې د وروستیو سېلابونو له کبله د وژل شویو شمېر ۶۶ تنو ته ورسېد

هېواد کې د وروستیو سېلابونو له کبله د وژل شویو شمېر ۶۶ تنو ته ورسېد افغانستان
زیانمنې شوې کورنۍ بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت ویلي، په هېواد کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له کبله ۶۶تنه شهیدان او ۳۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

یاد وزارت ویلي، د سېلابونو له کبله زیانمنو شویو کورنیو او خلکو ته د رسېدنې په موخه یې د ملګرو ملتونو بنسټونو او نورو مؤسساتو سره بېړنۍ ناسته کړې او د مرستو غوښتنه یې کړې ده.

د دې وزارت ویاند ملا جانان سایق زیاته کړې، د وروستیو سېلابونو په پایله کې ۱۲۳۵ کورونه په بشپړ او یا کلي ډول تخریب شوي، چې له کبله یې زیانمنې شوې کورنۍ بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د مرستندویه مؤسسو او بنسټونو استازو له زیانمنو کورنیو سره د نغدي، خوراکي، غیرخوراکی او روغتیایي مرستو ډاډ ورکړی دی.

تړلي موضوعات