بهرمېشتي افغانان دې بیرته هېواد ته را وګرځي او باعزته ژوند دې وکړي

بهرمېشتي افغانان دې بیرته هېواد ته را وګرځي او باعزته ژوند دې وکړي سیاست
افغان مسلمان ملت په خوښۍ او ارامۍ کې د اختر جشن نمانځي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوړپوړو مسئولینو او په کابل کې د مېشتو بهرنیو ډپیلوماټانو او سفیرانو په شتون کې د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.

مولوي عبدالکبیر په خپل اختریز پیغام کې ویلي، د خوشحالۍ ځای دی، چې نن افغان مسلمان ملت په خوښۍ او ارامۍ کې د اختر جشن نمانځي.

سیاسي مرستیال زیاته کړې، په افغانستان کې ټولو افغانانو ته د ارام ژوند کولو زمینه برابره شوې او په بهر مېشتو افغانانو یې غږ کړی، چې بیرته هېواد ته را وګرځي او با عزته ژوند وکړي.

نوموړي همداراز ټينګار کړی، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکي غواړي.

تړلي موضوعات