د پنجاب مرکز لاهور د نړۍ لومړۍ درجه ککړ ښار وپېژندل شو
د نړۍ د هوا پېژندنې او معیار ټاکلو نړېوالې ادارې د پاکستان لاهور ښار د نړۍ له سترو ککړو ښارونو یاد کړی او دې برخه کې یې ورته لومړۍ درجه ورکړې.
دغې ادارې د لاهور د هوا کېفیت نن یکشنبه ۲۴۸ درجې ښودلی، چې په دې اندازه ککړه هوا بل هېڅ ځای کې نه ده ثبت شوې.
د پنجاب په مرکز لاهور او د دې ایالت په څو نورو ښارونو کې له نږدې دوه اونیو راهیسې هوا ورځ تر بلې د ککړېدو په حال کې ده.
په لاهور او شاوخوا سیمو کې د سختې ککړې هوا او دود له امله د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ شوی او له خلکو د ماسک تړلو او له کوره د نه وتلو غوښتنه شوې ده.