امریکا په غزه کې د بيړني اوربند ټینګېدو پرېکړه لیک بیا ویټو کړی

امریکا په غزه کې د بيړني اوربند ټینګېدو پرېکړه لیک بیا ویټو کړی نړۍ
د اوربند د رامنځته کیدو مخنیوی کوي

العربیه خبري شبکه راپور ورکوي، چې امریکا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د الجزایر له لوري په غزه کې د سملاسي اوربند او مرستو رسولو وړاندیز شوی پرېکړه لیک ویټو کړی دی. 

دغې شبکې ویلي، په غزه کې د اوربند ټینګېدو لپاره د الجزایر وړانديز شوي پرېکړه لیک ته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۳ دایمي غړو موافقه، برېتانیا ممتنع خو امریکا له خپلې رایي څخه په استفادې دغه پرېکړه لیک ناکام او مخالفه رایه ورکړې ده. 

د الجزایر استازي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه د دغه پرېکړه لیک له مخې په غزه کې د بېړني اوربند او بشري مرستو رسولو غوښتنه کړې او ویلي یي دي، چې نن ورځ د فلسطین هر وګړی د وژل کېدو له ګواښ او د نسل وژنې له جنایت سره مخ دی. 

دا په غزه کې د جګړې له پیل څخه تر دې مهاله درېیم ځل دی، چې امریکا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په غزه کې د اوربند پرېکړه لیک ویټو او د اوربند د رامنځته کیدو مخنیوی کوي.

تړلي موضوعات