: نږدې۷۰ زره سیلانیانو د دې ولایت له بیلابیلو تاریخي سیمو لیدنه کړې
اطلاعات او کلتور وزارت د هرات د اطلاعات کلتور د رئیس مولوي احمد الله متقي له قوله ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې تر ۷۰ زرو بهرنیو او کورنیو ګرځندویانو د دې ولایت بیلابیلو تاریخي سیمو ته سفرونه کړي.
ښاغلي متقي زیاته کړې، چې دې ولایت ته د ورتلونکو ګرځندویانو لپاره یې د هر ډول اسانتیاوو له رامنځته کولو څخه دریغ نه دی کړی او تازه ۱۰ تنه بهرني وګړي، چې د امریکا، جرمني، ناروې، ویتنام، جاپان، او سکاټلینډ هیوادونو وګړي دي دې ولایت ته سفر کړی.
د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته هرات، چې پکې د ټول افغانستان په څیر امنیت بهتره تامین دی او زیاتې تاریخي سیمې او ابدات پکې شتون لري هر کال ورته لسګونه زره داخلي او بهرني سیلانیان د سیاحت په موخه سفر کوي.