د لوړو زده کړو برخه به په نویو معیارونو سمبال شي

د لوړو زده کړو برخه به په نویو معیارونو سمبال شي افغانستان
د لوړو زده کړو برخه هم پر نویو معیارونو سمبال شي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل او یو شمېر خصوصي پوهنتونو له استادانو او مسئولنیو سره په کتنه کې ویلي، د پوهنتونو فعالیت د ټولنې اړتیا ده او حکومت په لویه کچه د خصوصي لوړو زده له ټولو بنسټونو څخه ملاتړ او په چارو کې ورته اسانتیاوي رامنځته کوي.

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې ښاغلي عبدالکبیر ویلي، د پرلپسې ناخوالو او د بهرنیو مداخلو د افغان ټولنې ډېرې برخې زیانمنې کړي او اسلامي امارت ژمن دی چې د ټولو سکتورونو ستونزو حل ته پوره پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، د وخت په تېرېدو سره به د لوړو زده کړو برخه هم پر نویو معیارونو سمبال شي.

بلخوا په دې کتنه کې د خصوصي پوهنتونونو استادانو او مسئولینو ډاډ ورکړی، چې د ملاتړ په صورت کې کولای شي په کم لګښت سره د ټولنې له اړتیا سره سم به ډېر ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.

تړلي موضوعات