هېواد کې د تېزو بارانونو او واورې ورېدو اټکل دی

هېواد کې د تېزو بارانونو او واورې ورېدو اټکل دی افغانستان
د هېواد یوه څنډه کې واوره

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد هوا پېژندنې ادارې او د نړېوالې هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تېزو بارانونو، واورې ورېدو او د سېلابونو راوتلو اټکل دی.

وزارت ویلي، چې د دې ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د هریرود، هلمند، شمال، کابل او پنج امو سينديزو حوزو کې شوی دی.

د هوا پېژندنې ادارې د خبر له مخې، چې دا اټکل د روانې سلواغې میاشتې له ۲۸ مې نېټې څخه تر ۳۰ مې نېټې پورې دی.

یاده اداره زیاتوي، چې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د ويلې کېدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (کوشک و کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، میدان، غوربند، پنجشېر، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار) سیندونو پر لاره او د یادو ځایونو په ځینو سیلبرونو کې شتون لري.

د یادونې ده، چې وړمه اونۍ هم د هېواد نږدې ټولو ولایتونو کې واورې او بارانونه و ورېدل، چې هېوادوالو دې الهي رحمت ته ډېره خوښي وښوده او د وچکالۍ کمېدو، راتلونکي کال ابادي او زرغونتیا لپاره یې ګټور وبلل.

تړلي موضوعات