افغانستان تېر کال د ۱۳.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې

افغانستان تېر کال د ۱۳.۴ میلیارد  ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، تېر کال له افغانستان د ۱.۷ میلیارد ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته صاردات شوي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې دغو صادراتو کې تر ډېره وچ انځر، پنبه، ممیز، ینجه او ډبرو سکاره شامل دي.

د یادې ادارې مسئولینو د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي، افغانستان په ۱۴۰۳ کال کې د ۱۱.۷ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات هم درلودل.

یاده اداره وایي، تېر کال تر ټولو ډېر صادرات او واردات ایران، پاکستان، چین، متحده عربي اماراتو، هند او ازبکستان ته شوي.

اسلامي امارت څلورو کلونو کې هڅه کړې د هېواد د سوداګرۍ پروړاندې هغه خنډو لرې کړي، چې افغان سوداګر له کومې ستونزې پرته صادرات او واردات وکړي.

تړلي موضوعات