روسیې بهرنیو چارو وزیر ته غبرګون؛ افغانستان اوس یو ټولشموله او ځواب ویونکی حکومت لري

روسیې بهرنیو چارو وزیر ته غبرګون؛ افغانستان اوس یو ټولشموله او ځواب ویونکی حکومت لري سیاست
افغانستان کې سرتاسري امن او ثبات قایم شوی

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، چې افغانستان یو ټولشموله او ځواب ویونکی حکومت لري.

ښاغلي مجاهد رسنیو ته استول شوي تازه کلېپ کې ویلي، چې اوس افغانستان کې سرتاسري امن او ثبات قایم شوی او د خلکو ترمنځ شخړې پای ته رسېدلې دي.

نوموړي زیاته کړې، لکه څنګه چې د اسلامي امارت حکومت د نورو هېوداونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي نور هېوادونه دې هم د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي او له افغانانو سره دې همکار پاتې شي. 

د اسلامي امارت ویاند پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تېره پنجشنبه د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلي و، چې د افغانستان حکومت دې ټولشموله شي.

د یادونې وړ ده، چې نړېواله ټولنه او ځينې هېوادونه پر اسلامي امارت د ټولشموله حکومت جوړېدو موضوع د فشار په توګه کاروي په داسې حال کې، چې اسلامي امارت حکومت کې د بېلابېلو قومونو استازو ته د وزیرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو په سطحه ځای ورکړی شوی او تل دغه ادعاوې بې بنسټه او له حقیقت لرې بولي.

تړلي موضوعات