له افغانستان سره د ملګرو ملتونو بشري مرستې به دوام لري

له افغانستان سره د ملګرو ملتونو بشري مرستې به دوام لري سیاست
ښاغلي سراج الدین حقاني د افغانستان خلکو لپاره د بشري مرستو پر څرنګوالي خبرې کړې دي

د کورنیو چارو وزارت وایی، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیایي او بشري چارو رئیس او یوناما مرستیال اندریکا رتواتي د کورنیو چارو له وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره په کتنه کې ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به بشر دوستانه مرستې دوام ولري.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، اندریکا رتواتي په دې کتنه کې د خپل ماموریت پر مهال په دې برخه کې په لازیاتو هڅو کولو باندې ټینګار کړی دی.

یاد وزارت زیاته کړې په دې کتنه کې ښاغلي سراج الدین حقاني د افغانستان خلکو لپاره د بشري مرستو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

تړلي موضوعات