د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر: نتنیاهو غزه کې د خپلې سیاسي بقا لپاره شخصي جګړه روانه کړې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر: نتنیاهو غزه کې د خپلې سیاسي بقا لپاره شخصي جګړه روانه کړې نړۍ
د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر نتنیاهو غزه کې د خپلې سیاسي بقا لپاره جګړه روانه کړې

د اشغالګر اسرائیلو پخواني لومړي وزیر ایهود اولمیرت ویلي، غزه کې د جګړې دوام د بندیانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

نیویارک ټایمز د اولمیرت له قوله راپور کې ویلي، نتنیاهو د خپلې سیاسي بقا لپاره غزه کې شخصي جګړه پر مخ وړي.

راپور کې همداراز ویل شوي، د غزې جګړه له معقولو اهدافو پرته دوام لري.

بلخوا بیا راپورونه کاږي، چې د اسرائیلو ۴۱ احتیاطي افسرانو غزه کې د جګړې له دوام سره مخالفت کړی.

دغو افسرانو اعلان کړی، چې د نتنیاهو د واک بقا لپاره به جګړه ونه کړي.

یادو افسرانو د اسرائیلو کابینې له اوسنیو پوځي امرونو اطاعت «غیر اخلاقي او غیرقانوني» بللی دوی د بندیانو تبادلې او جګړې د پای غوښتنه کړې او ویلي یې دي، هغه لار نوره نه شي تعقیبولی چې په پایله کې یې ښځې او ماشومان په نښه کیږي.

تړلي موضوعات