یوزشلم پوسټ ورځپاڼه: ټرمپ به ډېر ژر فلسطین په رسمیت وپېژني

یوزشلم پوسټ ورځپاڼه: ټرمپ به ډېر ژر فلسطین په رسمیت وپېژني نړۍ
انځور ارشیف

د اسرائیلو یروشلم پوسټ ورځپاڼې د فارس خلیج د یوې ډيپلوماټیکې سرچینې له قوله خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  به ریاض کې د امریکا او خلیج فارس راتلونکې ناستې پر مهال د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني.

سرچینې همداراز ویلي، دغه اقدام کې به د فلسطیني دولت تاسیس شامل وي چې ور سره به  منځني ختیځ کې د ځواک توازن ته تغییر ورکړي.

ویل کیږي د امریکا او خلیج فارس ناسته به د روانې مۍ میاشتې په نیمايي کې د سعودي پلازمېنه ریاض کې ترسره شي، چې د هسته یي انرژي، ټکنالوژي او امنیت برخو کې د ګډو همکاریو سترې پروژې او اقتصادي هوکړو باندې خبرې اترې کیږي.

تړلي موضوعات