اسرائيلو سوریه کې هوايي بریدونه کړي او د سوریې الوتکو دمشق کې اسرائیل پلوه وسله وال په نښه کړي
د الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې د سوریې پلازمېنه دمشق او شاوخوا سیمو کې وروسته له هغې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، چې اسرائيلي الوتکو په صحنايا سیمه کې درې امنیتي هدفونه بمبار کړل.
بلخوا د سوریې دولت شاهين بېپيلوټه الوتکو د صحنايا او جرمانا په سیمو کې اسرائیل پلوه درزي وسلهوال په نښه کړي دي.
تازه د سوریې امنیتي ځواکونو ویلي، چې د اشرفیه صحنایا سیمه یې نیولې او هلته درزي وسله وال خپلې وسلې دولت ځواکونو ته سپاري.
د سوریې د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې رسنیو ته تائید کړې، چې د دمشق اشرفیې صحنايا په یوه امنیتي مرکز د درزي وسله والو برید او اسرائیلو هوايي بمبار کې ۱۶ د عامه امنیت ځواکونه شهیدان شوي؛ دغه راز، د سوریې امنیتي ځواکونو د دمشق په څنډو کې د جرمانا ښارګوټي ته څېرمه خپل حضور زیات کړی او هلته په خونړیو نښتو کې ۸ کسان وژل شوي دي.
د الجزیرې تلوېزیون ویلي، چې د اسرائيلو هوایي بریدونو په ترڅ کې د سوریې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوې سوريایي پوځي سرچینې الجزیرې ته ویلي، چې د اسرائيلو جنګي الوتکې لا هم د دمشق په فضا کې الوتنې کوي، چې له سهاره تر دې دمه یې دوه ځله د صحنايا شاوخوا امنیتي مرکزونه بمبار کړي دي.
بل لور ته د سوریې د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ سهشنبه هم اعلان کړی و، چې د دمشق جنوبي سیمې، جرمانا کې د وسلهوالو ډلو ترمنځ په نښتو کې یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.
وزارت ویلي، چې دا نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې د یو درزي وګړي لخوا د اسلام د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر ضد یو سپکاوی کوونکی غږیز پیغام خپور شو، چې پر وینا یې ټولنیزو رسنیو کې د کرکې خپرولو او تاوتریخوالي ته لمن وهي.
د یادونې وړ ده چې درزي اقلیت د اسرائیلو پراخ ملاتړ له ځان سره لري او صهیونستي رژیم هڅه کوي دا اقلیت د سوریې د نوي حکومت پر ضد د فشار په توګه وکاروي.