تېر کال په خوست کې نږدې ۱۰۰۰ عرادې نظامي وسایط ترمیم شوي

تېر کال په خوست کې نږدې ۱۰۰۰ عرادې نظامي وسایط ترمیم شوي افغانستان
خوست کې بیا ترمیم شوي پوځي وسایط

د خوست امنیه قومندانۍ د تخنیک څانګې منسوبینو له تېر یوه کال راهیسې د یادې قومندانۍ ۹۷۰ نظامي وسایطو بیا ترمیم ترسره کړی.

د یاد ولایت ویاند مستغفر ګربز وايي، ترمیم شوي وسایط د یاد ولایت جزوتامونو ته د ګټې اخیستنې په موخه سپارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې همداراز یادو تخنیکي ټیمونو ۲۹ میله ‌بېلابېل ډوله وسلې چې له فعالیت لوېدلې وې ترمیم کړې او زیاته کړې ده، چې د نورو وسایطو د جوړېدو چارې هم روانې دي.

یاده دې وي، چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د افغان تخنیکي ټیمونو له لوري د ګڼ شمېر نظامي وسایطو ترمیم په ښه ډول ترسره شوی او د ساتنې لپاره د تېر په پرتله ورته زیاته پاملرنه شوې ده.

تړلي موضوعات