د افغانستان بهرنیو چارو وزیر: د کډوالو پر وړاندې د ګاونډیو پاروونکي اقدامات د ډپیلوماټیکو اړیکو په زیان دي
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر کابل د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي مسائلو خبرې کړې دي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي د افغان کډوالو په جبر ایستل او د ځینو ارګانونو له لوري د هغو سره ناسم چلند باندې خواشیني ښودلې.
یاد وزارت ویلي، ښاغلي متقي د ګډوالو پر وړاندې روان ناسم چلند پاروونکی او د دواړو هېوادو د اړیکو په زیان بللی او د هغوی پر وړاندې یې د روان وضعیت د بدلون غوښتنه کړې.
بلخوا کابل کې د پاکستان سفیر ویلي، د اسلامي امارت تشویشونه درک کوي او یاده موضوع به له اړونده ارګانونو سره شریکه کړي.
د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال د پاکستان له لوري د کډوال په جبر ایستنه او له هغوی سره ناوړه چلند غندلی او د دواړو هېوادونو په زیان یې بللی، چې تېرو ۱۱ ورځو کې له پاکستان ۴۰زره کډوال بیرته هېواد ته راستانه شوي، چې د پاکستاني پولیسو له یې شتمنۍ او د کور وسایل ګرځول کیږي.