لغمان کې راستنېدونکو کډوالو لپاره لنډمهالی کمپ جوړ شو

لغمان کې راستنېدونکو کډوالو لپاره لنډمهالی کمپ جوړ شو   افغانستان
لغمان کې د کډوالو لپاره جوړ شوی پنډغالی

د کډوالو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د لغمان والي په لارښوونې د ګډ کمېسیون له لوري د یاد ولایت قرغیو والسوالۍ سرخکان سیمه کې له پاکستانه د راستنېدو افغان کډوالو لپاره یو لنډ مهالی کمپ جوړ شوی دی.

 د معلوماتو له مخې دې کمپ کې د کډوالو لپاره ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې او د ښاروالۍ له لوري د اوبو، ټرانسپورټ خدمات او همکارو ادارو له خوا اړین توکي چمتو شوي دي.

 د کډوالو وزارت په یو بل خبر کې ویلي، چې ۲۶۳ افغان بندیان یې هم د پاکستان له بندخونو راخلاص کړي دي.

 یاد وزارت د کندهار سپن بولدک سرحدي امریت له قوله خبر ورکړی، چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو، چې په بند کې تر پنځو ورځو تېرېدو وروسته راخوشي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

 د یادونې ده، چې دا مهال له پاکستانه د افغان کډوالو اجباري راستنېدنه په چټکۍ سره دوام لري او د اسلامي امارت چارواکي هڅه کوي هغوی ته د رسېدنې لپاره د دولتې امکاناتو سربېره د نړېوالو مرستندویه بنسټونه مرستې هم راجلب کړي.

تړلي موضوعات