کابل کې په سپینه عریضه د پاسپورټ توزیع پیلېږي

کابل کې په سپینه عریضه د پاسپورټ توزیع پیلېږي افغانستان
کابل کې په سپینه عریضه د پاسپورټ توزیع پیلېږي

د پاسپورټ ریاست وایي، د هېوادوالو ستونزو حل په موخه سر له سبا چهارشنبې په ورځ په سپینه عریضه د پاسپورټ وېش لړۍ پیلېږي.

د پاسپورټ عمومي رئیس مولوي عبدالکریم حسیب ویلي، د پاسپورټ د توزیع پروسه په افلاین یا سپینه عریضه د مرغومي په ۲۰مه ڼېټه د چهارشنبې په ورځ پیلېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاسپورټ عمومي ریاست دغه کار ځکه پیلوي چې یو شمېر هېوادوالو پاسپورټ ته اړتیا درلوده، خو هغوی ته نوبت نه رسېده.

مولوي عبدالکریم همداراز ویلي، که چیرې دغه کار ښه پایله ورکړه، دغه پروسه به په نورو ولایتونو کې هم پیل کړي.

تړلي موضوعات