د اسرائیلو راډیو تلوېزیون: غزه کې د جګړې له بیا پیل سره د اسرائیلو زرګونه پوځيانو له جګړې انکار کړی

د اسرائیلو راډیو تلوېزیون: غزه کې د جګړې له بیا پیل سره د اسرائیلو زرګونه پوځيانو له جګړې انکار کړی نړۍ
انځور ارشیف

د اسرائیلو راډیو ټلوېزیون د اسرائیلو پوځ روغتیا زیزرف برخې په حواله راپور ورکړی، چې د اسرائیلو پوځ زرګونو پوځیانو غزې کې د جګړې له بیا پیل سره غزې له تګ انکار کړی.

د خبر له مخې د اسرائیلو پوځیانو دغه پرېکړه د غزې خاورې نیونې او هلته د ښارګوټو جوړولو، جګړه کې د دواړو لوریو ملکیانو ته د زیان رسېدو او د جګړې اوږدېدو په غبرګون کې کړې ده.

 بلخوا د معیارو په نوم ورځپاڼې په خپله تازه ټولپوښتنه کې ویلي، چې ۶۶سلنه اسرائیلیان د لومړي وزیر په توګه د نتنیاهو له کړنو ناراضه دي. 

په ټولپوښتنه کې بیا ۷۰ سلنه اسرائیلیان په دې باور دي، چې حکومت یې د ملي ګټو پر ځای خپلو سیاسي ګټو ته لومړیتوب ورکوي. 

دغه راپورونه وروسته له هغې ورکول کیږي، چې اسرائیلو غزه کې اوربند مات او بیرته یې جګړې ته مخه کړه، چې اشغالګرو اسرئیلو دغه کړنه په نړېواله کچه وغندل شوه.

تړلي موضوعات