حماس جهادي غورځنګ: که اشغالګر په زور د بندیانو خوشي کولو هڅه وکړي مړي به یې تابوت کې ور واستوي
د حماس جهادي غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نړېواله ټولنه او منځګړي هېوادونه باید پر نتنیاهو فشار راوړي، چې له تېري لاس واخلي او د خبرو اترو لارې ته راوګرځي.
د حماس په خبرپاڼه کې اشغالګرو ته ګواښ شوی که په زور د بندیانو د خلاصون هڅه وکړي په تابوتونو کې به یې مړي ور واستوي.
اعلاميه کې ویل شوي، جګړې ته بېرته ستنېدل د نتنیاهو له لوري قصدي پرېکړه وه تر څو تړون شنډ او بین ګویر ته تسلیم شي.
حماس وړاندې ویلي، اسرائیلي اشغالګر د اوربند تړون د ماتولو مسئولیت په غاړه لري، دوی د اشغالګرو بندیانو د ژوندي ساتلو لپاره هر څه کوي، خو د صهیونیستانو بمباري د هغوی ژوند په خطر کې اچوي او د هغوی کورنۍ غولوي.
حماس وروسته له هغې دغه ګواښ کړی، چې پر غزه د اشغالګر رژیم په بریدونو کې په سلګونو فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي، چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي.