د حماس ویاند عبداللطیف القنوع د اشغالګرو په برید کې شهید شوی
حماس جهادي غورځنګ اړوند رسنیو خبر ورکړی، چې د دې غورځنګ ویاند عبداللطیف القنوع نن پنجشنبه سهار د اشغالګر رژیم په هوایي برید کې د غزې شمال حبالبا کې په شهادت رسېدلی.
دا په غزه کې د اشغالګرو د بریدونو له بیا پیل راهیسې د فلسطین جهادي غورځنګونو دویم ویاند دی، چې په شهادت رسول کیږي.
تر دې وړاندې هم د اشغالګرو په بریدونو کې د فلسطین د سرايا القدس په نوم د جهادي خوځښت خولهور وياند أبو حمزه ناجي أبو سيف هم له خپلې او د ورور له کورنۍ سره يوځای شهيد شو.