د افغانستان بهرنیو چارو وزیر: ټرانزیټي لارو او سوداګریزو برخو کې خنډونه د هیڅ لوري په ګټه نه دي

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر: ټرانزیټي لارو او سوداګریزو برخو کې خنډونه د هیڅ لوري په ګټه نه دي افغانستان
د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان حکومت ځانګړي استازي سره کتنه کې

دغه څرګندونې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان د حکومت ځانګړي استازي محمدصادق خان او مل پلاوي سره کتنه کې کړې دي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي او اقتصادي همکاریو، ټرانزېټ او ولسونو ترمنځ په تګ راتګ خبرې شوې دي.

دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په ټرانزېټي لارو او سوداګریزو برخو کې د خنډونه جوړول د هیڅ لوري په ګټه نه دي او په کار ده، چې داسې مسایل له یو بل سره ونه تړل شي.

مولوي امیرخان متقي پاکستان کې مېشت افغان کډوال ته په اشارې ویلي، کډوال باید د جبري ویستلو پر ځای په تدریج سره خپل هېواد ته راستانه شي.

بلخوا صادق خان افغانانو ته د وېزو ورکړې او پاکستان ته د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په پار د اړینو اقداماتو ژمنه کړې او ترڅنګ یې په سوداګرۍ او ټرانزېټ کې د شته ستونزو د حل په پار د عملي ګامونو د پورته کولو ډاډ څرګند کړی.

صادق خان وروسته له هغې کابل ته سفر کوي، چې پاکستاني حکومت نږدې یوه میاشت د تورخم دروازه له دې کبله د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وه، چې افغان حکومت به فرضي کرښې ته څېرمه پوځي تاسیسات نه جوړوي، چې دې چارې د دواړو لوریو سوداګرو ته درانه مالي زیانه واړول.

تړلي موضوعات