د افغانستان بهرنیو چارو وزیر: افغانستان او عمان به د دوه اړخیزو اړیکو نوی پړاو پرانیزي

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر:  افغانستان او عمان به د دوه اړخیزو اړیکو نوی پړاو پرانیزي سیاست
د بهرنیو چارو وزیر له خپل عماني سیال سره کنته کې

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي عمان ته د سفر په ترڅ کې له خپل عماني سیال بدر بند حمد البوسعیدي سره په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي ویلي، افغانستان او عمان به د دوه اړخیزو اړیکو نوی پړاو پرانیزي.

ښاغلي متقي افغانستان کې رامنځته شوي شرایط د بهرنۍ پانګونې په ځانګړي ډول د عماني سوداګرو لپاره ښه فرصت بللی دی.

نوموړي عمان ته د افغان توکو صادراتو ته زمینه برابرول او د خپلمنځي الوتنو پیلېدل د لومړیتوبو په توګه یاد کړي چې ګډ کار به ورباندې کوي.

دې کتنه کې د عمان بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغانستان هوساینې او پرمختګ په برخه کې مثبت دریځ لري او له افغانستان سره یې د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا ډاډ څرګند کړی.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه د ناستو پر دوام ټینګار کړی.

د یادونې ده، چې د بهرنیو چارو وزیر وړمه ورځ د یو پلاوي په مشرۍ عمان ته په رسمي سفر ولاړ.

تړلي موضوعات