ټرمپ د ایران مشر ته د اټومي مذاکراتو په اړه لیک استولی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ایران مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي ته یې لیک استولی څو د اټومي پروګرام په اړه خبرو ته حاضر شي.
رویټز خبري اژانس د ټرمپ له قوله وايي، که چېرې د خبرو له لارې کومې هوکړې ته ونه رسیږي نو پوځي اقدامات یې حل لاره ده.
ټرمپ زیاته کړې، د اټوم وسلو په اړه خبرې به د ایران لپاره ډېرې ښې وي په خبره یې، دی ایران ته د زیان رسولو په لټه کې نه دی.
اژانس زیاتوي، لویدیځ د ایران اټومي بم جوړولو او وړتیا نږدې کېدو ته اندېښمن دي.
بلخوا پرون جمعه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران استازي تر اوسه د دې لیک رسېدل نه دي تائید کړي او نه یې هم د ایران بهرنیو چارو وزارت په اړه ځواب ویلی دی.
ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، هغه تمه لري چې په دې مسله کې ژر پرمختګ وشي او خبرداری یې ورکړی، که موافقه ونشي باید امریکا داسې څه وکړي چې ایران د اټومي وسلو د تولید امکان ونه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې پوتین د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي مذاکراتو په اړه منځګړیتوب موافقه کړې او دغه خبرې وروسته له هغې رنګ واخیست چې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ریاض له غونډې وروسته تهران ته سفر وکړ.
سرچینې د اټومي انرژۍ نړېوال اژانس وروستي راپور په حواله وايي، چې ایران تر ۶۰ سلنې د یورانیمو بډاینې وړتیا څو برابره ډېره کړې ده او په دغه کچه بډاینه کولای شي اټومي وسلې جوړې کړي.