د قوش تېپې کانال د دویم فاز چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوې
<
د ملي پروژې قوش تېپې د کانال دویم فاز کېندلو چارې چې ۱۳۸ کېلومتره اوږدوالی لري، د بلخ دولت اباد ولسوالۍ کې پيل او دا مهال د جوزجان ولايت په آقچې، خانقا او خواجه دوکو ولسوالیو کې په خورا چټکۍ سره مخ پر وړاندې روانې دي.
د ملي پراختیا شرکت اړوند د قوش تېپې کانال ساحوي مسئول ډاډ ورکوي، چې د دویم فاز چارې به د روان کال تر پایه بشپړې شي.