عامې روغتیا وزارت د اوچا سازمان راپور ناسم او له حقیقت لري بولي
<
د اوچا سازمان له لوري په تازه ورکړل شوي راپور کې راغلي، افغانستان کې په هرو سلو زرو میندو کې تر ۶۰۰ زیاتې یې د زیږون پرمهال ژوند له لاسه ورکوي، هغه څه چې عامې روغتیا وزارت یې ردوي.
خو کابل کې ملالۍ روغتون چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې تر سلو ماشومان پکې دنیا ته راځي مسولین یې وايي، روان کال یې د میندو د مړېنې یوازې شپږ پېښې ثبت کړې دي.