د کندهار – هرات د ۷۳۷ کیلومټره اوسپنیزې کرښې د تفصیلي ډیزاین کارونه پیل شول
<
د اسلامي امارت ویاند وایي، دې سره به افغانستان اوسپنیزې کرښې له لارې مرکزي اسیا سره ونښلیږي او د هېواد سوداګرۍ لپاره به نورې لارې پیدا شي.
سوداګر بیا خوښ دي چې د نویو لارو په موندلو به یې سوداګري نوره هم پراخه شي.