کابل کې په نړېوالو معیارونو برابر ستر مارکېټ ګټې اخیستنې وسپارل شو
<
د نوي خیرخوا سوداګریز مارکېټ باندې ۳۲ میلیونه ډالر لګښت راغلی او نهو پوړونو کې جوړ شوی دی.
د دې پروژې مسؤلین وايي، چې دې مارکېټ کې ۱۲۰۰ دوکانونه جوړ شوي او دوه د موټرو لوی تم ځایونه چې د شاوخوا ۱۸۰۰ موټرو د درېدو وړتیا لري.