پکتیا کې په ارزانه بیه د ډبرو سکرو د پلور لړۍ پیل شوه
<
د پکتیا ځايي مسؤلین وايي، چې دې ولایت کې په ټیټه بیه د ډبرو سکرو پلور پیل شوی. مسؤلین زیاتوي، چې د دې سکرو ټن بیه ۷ زره او ۳۰۰ افغانۍ ټاکل شوې او چاته اجازه نه ورکوي، چې له دې لوړ نرخ یې وپلوري.
له دې وړاندې د پکتیا بازارونو کې د ډبرو سکرو ټن شاوخوا ۱۲ زره افغانۍ پلورل کېده.