په عمري بند محکوم افغان بندي هېواد ته راستون شو
<
اسلامي امارت وایي، افغان مجاهد خان محمد یې امریکایي وګړو سره تبادله کې راخلاص کړی.
د ننګرهار اوسېدونکی خان محمد کابو دوه لسیزې وړاندې ننګرهار کې نیول شوی و او په عمري بند محکوم و، چې تر دوو لسیزو بند وروسته ازاد او هېواد ته راستون کړی شو.