افغانستان شاوخوا ۱۳۷ واردېدونکو اقلامو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی
<
د افغانستان د صنايعو او معدنونو خونې مسؤلينو کندهار کې د افغان توليد او محصولاتو ملي نندارتون د پرانېستي مراسمو کې ویلي، افغانستان دا مهال د ځان بسیایني پر لور روان دی او په شاوخوا ۱۳۷ صنعتي برخو کې تولیدات کوي.