تېر یوه کال کې تر ۸۰۰ زیاتې لویې او کوچنۍ شخړې حل شوې دي
<
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، تېر یوه کال کې یې د هېواد یوشمېر ولایتونو کې تر ۸۰۰ زیاتې لویې او کوچنۍ شخړې حل کړې دي.
د دغه وزارت چارواکي د امارتي ادارو یوکلنو لاسته راوړنو پروګرام کې وايي، داسې شخړې یې حل کړې، چې له لسګونو کلونو را په دېخوا د قومونو تر منځ روانې وې او سلګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.