پروان کې لسګونه میله غیري قانوني وسلې نیول شوې دي
د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکین یار په خپله اېکس پاڼه ویلي، د دې ولایت امنیتي ځواکونو له تېرو دوو میاشتو راهېسې لسګونه میله وسلې او جنګي تجهیزات کشف او راټول کړي دي.
ښاغلي مسکین یار زیاته کړې، په نیول شويو وسلو کې ۳۴ میله کلاشینکوف، ۱۹ قبضې تفنګچې، ۳میله پنځه ډزي، ۲ قبضې راکټ او یو شمېر نور نظامي تجهیزات شامل دي.
د نوموړي په خبره، یادې وسلې چې په غیري قانوني توګه ساتل کېدې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې له بېلابېلو سیمو را ټولې شوې دي.