د منظور شوو پروژو په قراردادونو کې شاوخوا ۳ میلیارده افغانۍ سپما شوې
اقتصادي معاونیت د هېواد بیا رغونې په برخه کې د مختلفو بنسټیزو پروژو په پلې کېدو سره ویلي، د منظور شویو پروژو په قراردادونو کې شاوخوا ۳ میلیارده افغانۍ سپما شوې ده.
یاد معاونیت نن شنبې په یو ویډیویي کلیپ کې ویلي، د تدارکاتو کمېسیون په جوړو شویو غونډو کې تر دې مهال د شاوخوا ۸۵ ملیارده افغانیو په ارزښت ۳۱۷ پروژې منظورې شوې، چې د یو شمېر پروژو چارې یې بشپړې شوې او د ځینو عملي چارې روانې دي.
په منظور شویو پروژو کې د ټرانسپورټ، روغتیا، برېښنا، کرنې، مخابراتو، رېل پټلۍ جوړولو او نورې پروژې شاملې دي.
سرچینې ویلي، یادې پروژې د پلازمېنې کابل په ګډون بېلابېلو ولایتونو کې پلې کیږي، چې د پرمختګ ترڅنګ زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې.
اقتصادي معاونیت ویلي، د تداکاتو کمېسیون له فعالیت سره د ولایتونو متوازن پرمختګ او د هېوادوالو اړتیاوو ته په کتو کورنیو تولیداتو کارونې ته لومړیتوب ورکړل شوی او د پروژو په تدارکاتي پروسه کې صنعتي او اقتصادي رونټیا رامنځته شوې ده.