نړۍ افغانستان له نشه یي توکو سره مبارزه کې یوازې پرېښی دی
د کورنیو چارو وزارت افغانستان کې د نشه یي توکو کښت زیاتېدلو په اړه د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه یي توکو سره د مبارزې دفتر راپور رد او له واقعیته لرې بللی دی.
یاد وزارت ویلي، اسلامي امارت افغانستان کې د نشه یي توکو په له منځه وړلو کې تر خپله وسه مبارزه کړې او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ټولو ولایتونو کې یو ډول عمل کړی دی.
کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو ناوړه پدیدې په له منځه وړلو او بزګرانو ته د بدیل معیشت برخه کې د هېوادونو او سازمانونو په نه همکارۍ نیوکه کړې او ویلي یي دي، چې اسلامي امارت یې دې برخه کې یوازې پرې ايښی دی.
د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت او تولید د زیاتېدو خبر ورکړی دی.
دغه ادعا داسې مهال کېږي، چې تېرو درېیو کلونو کې د بې اسناده راپورونو له خپرولو پرته افغانستان کې د نشه یي توکو په له منځه وړلو کې نړېوالو سازمانونو د اسلامي امارت او بزګرانو اړتیاوو او غوښتنو ته هیڅ پام نه دی کړی.