د پولیسو لیکې، لا پیاوړې او منظمې شوې

د پولیسو لیکې، لا پیاوړې او منظمې شوې افغانستان
پروان ولایت کې تازه فارغ شوي پولیس

کورنیو چارو وزرات د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، پرون سه شنبه، د پروان ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۲۳۵ تنه مجاهدین له مسلکي او شرعي زده کړو وروسته فارغ شول.

 

د پروان ولایت ویاند فضل کریم مسکین یار رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دغو ۲۳۵ پولیسو د پروان پولیسو روزنیز مرکز ۹ مه دوره کې دوه میاشتې په مسلکي، عقیدتي، تکتیکي او عملیاتي برخو کې زده کړې تر لاسه کړې دي.

 

نوموړي همدا راز زیاته کړې، د اسلامي امارت له واکمنېدو سره د پروان ولایت د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه تر دې مهاله نږدې ۷ زره تنه مجاهدینو د فراغت سندونه ترلاسه کړي او د خلکو ته د امنیت ساتنې په موخه د پولیسو لیکو ته جذب شوي دي.

تړلي موضوعات