د هرې ورځې په تېرېدو د هېواد اسلامي ملي اردو پیاوړې کېږي

د هرې ورځې په تېرېدو د هېواد اسلامي ملي اردو پیاوړې کېږي افغانستان
د عبدالله بن مسعود رض جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ څخه تازه فارغ شوي منسوبین

تازه د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ څخه ۱۱۵ تنه منسوبین فارغ شول.

 

د ملي دفاع وزارت ویلي، دغه شمېر منسوبین د یاد وزارت د بېلابېلو قول اردوګانو او قطعاتو دي، چې په مختلفو برخو کې درې میاشتنۍ مسلکي زده کړې ورکړل شوې دي.

 

تازه فارغ شویو منسوبینو د هېواد په ګوټ ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو لپاره چمتووالی ښودلی.

 

دا په داسې حال کې ده، چې ملي دفاع وزارت ټولو قول اردوګانو کې د اسلامي اردو د مسلکي کولو هڅې پیل کړې او تر دې مهاله په زرګونو منسوبین له مسلکي زده کړو فارغ شوي دي.

تړلي موضوعات