د اسلامي امارت په حاکمیت زرګونه محرومې ښځې له خپلو اساسي حقونو برخمنې شوې!

د اسلامي امارت په حاکمیت زرګونه محرومې ښځې له خپلو  اساسي حقونو برخمنې شوې! افغانستان
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند په خپله اېکس پاڼه ویلي، د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په هڅو په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا ۲۰ زره هغو ښځو ته د میراث، مهر او نورو اساسي حقونو تأمین شوي چې په ټولنه کې د ناسمو دودونو او بې مانا غیرتونو له کبله ترې اخیستل شوي وو. 

 

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، یاد وزرات تېرو درېیو کلونو کې د ۵ زره هغو جبري نکاحوو مخنیوی کړی چې د جبر یا پیسو په بدل کې ورکول کېدې.

 

په استول شویو معلوماتو کې راغلي، اسلامي امارت په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د کورنيو تاوتریخوالي په برخه کې د فزیکي او ذهني تشدد برخه کې د مخنیوي په موخه هم هڅې کړې دي او یواځې په تېرو شپږو میاشتو کې د ۱۰۰۰ هغو مېرمنو ستونزې حل شوې چې په ټولنه کې د شرعي حقونو او یا په کورنو کې د خوشحالۍ له نعمت څخه محرومې وې.

تړلي موضوعات