د کابل شپږمه ناحیه کې نږدې ۲۴ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه

د کابل شپږمه ناحیه کې نږدې ۲۴ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه افغانستان
انځور ارشیف

د عدلیې وزارت له لوري نن دوشنبه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د کابل شپږمې ناحیې اړوند سناتوریم سیمه کې ۲۳ زره او ۷۹۸ جریبه ځمکه له بررسۍ وروسته امارتي تثبیت کړه.

 

خبرپاڼه کې راغلي،  د یادو ځمکو په تړاو یو شمېر متصرفینو ادعا درلوده چې دا ځمکه شخصي ده خو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د سندونو له کتنې وروسته دغه سندونه اختصاصي محکمې ته وړاندې کړل چې له شرعي حکم وروسته یاده ځمکه امارتي وبلل شوه.

 

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو سره هېواد کې د غاصبینو له منګولو میلیونونه جریبه امارتي ځمکه بېرته خلاصه کړې ده او دا بهیر لا هم په یو شمېر ولایتونو کې روان دی.

تړلي موضوعات