د خوست نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې لګېدلی اور مهار شو
د خوست امنیه قومندانۍ مسؤلینو خبر ورکړی، چې د دې ولایت اطفایې مدیریت اور وژنې ټیم نادرشاه کوټ ولسوالۍ یوه کور کې اور لګېدنه مهار کړې او د زیاتو ځاني او مالي زیانونو مخه یې نیولې.
د خوست امنیه قومندانۍ ویلي، دغه اورلګېدنه بخارۍ سره د بې احتیاطي له کبله رامنځته شوې وه، چې ځاني زیان نه لري، خو یوه اندازه مالي زیانونه یې اړولي دي.
د خوست امنیه قومندانۍ د اطفایې مدیریت ویلي، د اور وژنې ټیم یې لسګونو اورلګېدنو ته پر وخت رسېدنه کړې او د ځاني زیان تر څنګ یې د مالي زیانونو مخه هم نیولې ده.