هرات کې شاوخوا ۶۰ زره ښځې د زعفرانو په کار بوختې دي
د افغانستان زعفرانو اتحادیه وایي، دا مهال هرات ولایت کې له ۵۰ څخه تر ۶۰ زره ښځې د زعفرانو په کار بوختې دي.
د افغانستان زعفرانو اتحادیې مرستیال سیدعبدالواحد سادات حریت نیوز ته ویلي، د زعفرانو پروسس ډېر نازک او له احتیاطه ډک کار دی، چې شاوخوا ۸۵ سلنه د ښځو له لوري پر مخ وړل کېږي.
نوموړي زیاته کړې، د تېر کال په پرتله سږ کال د زعفرانو حاصلات دوه برابره شوي چې هر بزګر سږ کال د یو کیلو پر ځای دوه کیلو زعفرانو حاصلات ترلاسه کړي.
د هرات ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د دې ولایت په غوریان، پښتون زرغون، کهسان، ګذره او کرخ ولسوالیو کې په ۹۵۰۰ هکتاره ځمکه زغفران کرل شوي دي.