ذبیح الله مجاهد: ولایتي ښاروالان دې د ښارونو په جوړولو کې هڅې ګړندۍ کړي

ذبیح الله مجاهد: ولایتي ښاروالان دې د ښارونو په جوړولو کې هڅې ګړندۍ کړي افغانستان
د کابل ښار خیرخانې کوتل سړک لومړی فار تر رغونې وروسته

نوموړي نن شنبې په خپله اېکس پاڼه ویلي، هر ولایت د خپل بازار په کچه ښه عواید لري خو د ښارونو په رغونه کې د مسؤلینو لېوالتیا ته اړتیا ده. 

 

نوموړي همدا راز زیاته کړې، ولایتي ښاروالان دې د کابل ښاروال په څېر د ښار په رغونه کې هڅې ګړندۍ کړي.

 

ښاغلي مجاهد د یوه ښاري اوسېدونکي خپور کړي ویډیو کلیپ سره زیاته کړې، ځایي اوسېدونکي د ښارونو رغونې ته سترګې په لار دي.

 

د ویلو ده، چې اسلامي امارت د ښارونو بیا رغونې برخه په خپلو لومړیتوبونو کې نیولې چې دا مهال یې  دې برخه کې د ګڼو پروژو چارې بشپړې کړې او په ځینو برخو کې پرې چټک کار روان دی.

تړلي موضوعات