ملګري ملتونه خپلې ۴۲ سلنه پروژې پراختیايي برخې ته ځانګړې کوي

ملګري ملتونه خپلې ۴۲ سلنه پروژې پراختیايي برخې ته ځانګړې کوي افغانستان
د کرنې وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د حوړو خوړو او کرنې سازمان مشر سره کتلي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې رئیس ریچارډ ټرینچارډ د هېواد کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ مرستیال وزیر مولوي صدراعظم عثماني سره کتنه کې ویلي، راتلونکی کال به خپلې ۴۲ سلنه پروژې پراختیايي برخې ته ځانګړې کړي.

 

دې کتنه کې د کرنې وزارت مرستیال اضطراري پروژو پلي کولو اثرات موقتي بللي او له دې بنسټ یې غوښتي، چې د بېړنیو پروژو ترڅنګ دې لویي پراختیایي پروژې هم تطبیق کړي.

 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یو تخصصي بنسټ دی، چې په نړېواله کچه د لوږې پر وړاندې د مبارزې هڅې رهبري کوي.

تړلي موضوعات