د سرحدونو د ساتنې ځواک نور هم پیاوړی شو!
کورنیو چارو وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې د سرحدي پولیسو لوی ریاست څخه ۳ زره ۸۴۲ نور ځوانان له مسلکي زده کړو فارغ او د هېواد د پولو ساتنې لپاره په دندو وګمارل شول.
سرچینې د مسولینو له قوله ویلي، تازه فارغ شويو منسوبینو ته د سواد زده کړو، عقیدتي، کمپیوټر، روغتیا ، کشف او جرمونو څانګو کې زده کړې ورکړل شوې دي.
خبر پاڼه کې راغلي، دا مهال څه باندې ۲زره تنه نور منسوبین په بېلابېلو برخو کې په زده کړو بوخت دي.
د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت بریا سره په نظامي لیکو کې د منسوبینو روزنې ته ځانګړې پاملرنه شوې او تر دې دمه زرګونه تنه منسوبین په مسلکي ډول روزل شوي دي.