کابل ته د اوبو پروژې انتقال مالي ملاتړ لپاره د نړېوال بانک چمتو کولو هڅې دوام لري

کابل ته د اوبو پروژې انتقال مالي ملاتړ لپاره د نړېوال بانک چمتو کولو هڅې دوام لري افغانستان
کابل ته د پنجشېر اوبو د انتقال پروژه

د ملګرو ملتونو له ماشونومانو ملاتړ صندوق یا یونيسف ویلي، هڅه کوي چې نړېوال بانک کابل ته د پنجشېر اوبو د انتقال پروژې مالي ملاتړ ته چمتو کړي.

 

د یاد سازمان مسئولینو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې ویلي، دغه سازمان چمتو دی، چې د افغانستان حکومت سره له نږدې همکاري وکړي.

 

بلخوا د بهرنیو چارو وزیر دې کتنه کې ویلي، اسلامي امارت نړېوالو بشردوستانه سازمانونو سره د مرستې سیاست خپل کړی او د دې سازمانونو کارکوونکو ته د امنیت ټنیګښت ته ځانګړې پاملرنه لري.

 

د یادونې ده، چې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو کمښت پلازمېنې اوسېدونکو ته لویه ستونزه ده او دا مهال اسلامي امارت هڅه کوي چې کابل ته د پنجشېر اوبو د انتقال لویه پروژه پلي کړي.

تړلي موضوعات